دسپېڅلي څښتن په سپېڅلي نامه                                                                                                                                                                                                                    دکندهار راډیو تلویزیون ویب پاڼي ته ښه راغلاست
دکندهارتلویزیون خپروني
تاسوكولاي سي دكندهارراډيو تازه خبرونه اونوري راډيويي خپروني ۲۴ ساعته زموږدپاڼي څخه واورئ
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2010-04-13  م  خپرندوی : خالد چا پي بڼه
د وتلوسپورتی ستورو د واده مراسم ترسره شول

د وتلوسپورتی ستورو د واده مراسم ترسره شول


د پاکستان د کريکټ د ملي لوبډلې پخواني کپټان شعيب ملک د هند د ټينس لوبې له وتلې ښځينه ستورې ثانيه مېرزا سره واده وکړ .
وړاندې د دغو دواړو ستوريو د واده نيټه د روانې مياشتې پنځلسمه ټاکل شوې وه خو کورنيو يې د واده نيټه مخې ته کړه .
د ثانيې مېرزا يو وياند وويل د واده مراسم د مسلمانانو له دود سره سم د هند په سويلي ښار حيدر اباد کې ترسره شول چې په خبره يې ناوې د خپلې مور د واده جامې (ساري) اغوستې وې.


د دوى دواړو ترمنځ له هغه وروسته د واده خبره روښانه شوه چې ښاغلي ملک خپلې پخوانۍ مېرمنې عايشې صديقې ته طلاق ورکړ، شعيب ملک ويلي له هغې سره يې ځگه واده اعتبارنلري چې د ده په ټکو ايجاب او قبول يې د ټيليفون له لارې شوى دى.

د دوغو دواړو ستوريو د واده خبره د هندي او پاکستاني رسنيو د سر ټکي جوړول،په تېره بيا له هغه وروسته په مطبوعاتو کې دا خبره گرمه شوه چې،ښاغلى ملک څو ورځې وړاندې له دوبۍ نه مخامخ حيدراباد ته د ثانيې مېرزا کورته ولاړ.


وړاندې داسې ويل کېدل چې د دواده مراسم د نجلۍ په پلرني ښاري حيدر اباد او د هلک په پلرني هغه لاهور کې ترسره شي.
شعيب ملک د پاکستان ښه منډه جوړوونکى دى چې اوس د پاکستان د کريکټ بورډله لوې پرې په لوبډلې کې د ډلې ټپلې د جوړولو په تور د لوبو دکولو بنديز لگېدلى دى.

 

Hamdard:India   

بېرته شاته


Design by: Benawa Pushto Web Development Copyright © All rights reserved kandahar TV 2008