د ښوونځۍ او زده كړيانو د خپروني درنو مينوالو زما اسدالله(زړه سواند) سلامونه او نيكي پيرزويني ومني !

خوښ يم چي د ښوونځۍ او زده كړيانو په خپرونه كي ستاسو په خدمت كي حاضر سوي يم
په دي اوني كي مو د كندهار ولايت د حاجي ميرويس خان نيكه عالي ليسي د ښوونكو او زده كوونكو ستونزي اود همدي ښوونځۍ دنوروبرخوپه اړه تاسو ته معلومات راغونډ كړيدي هيله ده چي د استفادي او پاملرني وړ مو وګرځي په پيل كي مو هم د حاجي ميرويس خان نيكه ليسي د يو تن ښوونكي سره د سوال ځواب د ميتود په اړه خبري اتري كړي چي ستاسو پام ورته را اړوم

پوښتنه :- مهرباني وكړي كه خپل ځان راوپيژني؟
جواب:- حبيب الله د ميرويس خان نيكه ليسي يو تن ښوونكي
پوښتنه :- تاسو عموما په ټولګي كي د كومو ميتودونو څخه استفاده كوي
موږ په ټولګي كي د هغه ميتودونو او هغه كړنلارو څخه كار اخلو چي زده كوونكي وكولاي سي په ښه توګه هغه درسونه چي موږ دوي ته وايي په ښه ډول زده كړي او په راتلوونكي له كومو ستونزو سره مخ نه سي
او موږ زده كوونكي دي ته هڅو چي د ټولګي مخ ته راسي او درس خپلو ټولګيوالو ته وړاندي كړي
پوښتنه :- يو هم د ميتودونو څخه د سوال او ځواب ميتود دي چي ښوونكي په ټولګي كي له دغه ميتود څخه كار اخلي دا څه ډول ميتود دي او څه ډول يي له دي ميتود څخه كار اخلي؟
جواب:- سوال او پوښتني د تدريس يو داسي ميتود دي چي ښوونكي كولاي سي چي د درسي بهير په ټولو پړاوونو او فعاليتونو كي تر ګټه واخلي ،په تيره بيا هغه وخت چي ښوونكي وغواړي چي زده كوونكو ته د يوه زده سوي مطلب د بيانولو ، تكرارولو او يادنوي مطلب او موضع په اړه ژور فكر كولو ته وهڅوي د پام وړ ده چي سوال او جواب نه يوازي د ارزيابي يوه غوره لارده ، بلكي په درسي بهير كي د ښوونكو له پاره ډېر اغېزمن او ګټور درسي ميتود هم دي ښايي چي د تدريس پر مهال ځينې زده كوونكي د ښوونكو په خبرو يا مطلب پوه نه سي او د درس مطلب او مفهوم ورته مبهم اوپيچلي پاتي وي
پوښتنه :- د سوال او ځواب د ميتود ښېګنې او ځانګړتياوي څه دي؟
جواب :- زده كوونكو ته د مفاهيمو او مطالبو د درك په لړ كي څه شي مبهم نه پاته كېږي
د پخوانيو نېمګړو او ناسمو معلوماتو د بشپړولو او تصحيح امكان مېسر كيږي
له هغو جوابونو څخه چي د پښتونكو (ښوونكو) سوالونو ته وركول كېږي د ټولګي نور زده كوونكي تري ګټه اخلي او د خپلو معلوماتو لمن پرې پراخوي.

همدارازد حاجي مېرويس نيكه د ښوونځۍيوتن زده كوونكي صديق الله نوروپه استازيتوب دخپلو ستونزو په اړه كندهار راډيو تلويزيون ته وويل چي درسي كتابونه چي دوې ته وركړل سوي دوه ډوله دي چي يو يي زوړ او بل يي نوي چاپ دي چي دا په درسي بهير كي دوي ته ستونزي پيداكړيدي او بله ستونزه چي د يادي ليسي زده كوونكو ورڅخه شكايت كوي د اوبو د سيستم نشتوالي دي.

موږ داستونزي د همدي ليسي د مدير وحيدالله احمدي سره شريكه كړيده او ددې تر څنګ مو ورڅخه وپوښتل چي اوس مهال د مېرويس خان نيكه عالي ليسه څوتنه زده كوونكي لري او د څو تنو ښوونكو لخوا تدريس وركول كېږي چي هغه يې په جواب وويل(( د حاجي مېرويس خانيكه په عالي ليسه كي دري زره زده كوونكي په زده كړو بوخت دي چي د اوه اتيا تنو ښوونكو لخوا زده كړي وركول كېږي چي څلويښت تنه يي رسمي او مسلكي ښوونكي او اوه څلويښت قراردادي ښوونكي لرو،په ښوونځۍ كي دېري ستونزي نه لرو يوه ستونزه چي لرو هغه به زده كوونكو تاسو ته ويلي وي هغه د دوه ډوله درسي كتابو چي يو زوړ او بل نوي چاپ دي ستونزه ده چي د زده كوونكو دغه ستونزه موږ د پوهني رياست سره شريكه كړي ده چي هلته هم كتابونه نه دي موجود كه چيري هلته راوړول سي نو زموږ په اختيار كي به راكول سي .ده زياته كړه موږدخپلو زده كوونكو لپاره مجهز لابراتوار او كتابتون هم لرو اوهځه كووچي نوري اسانتياوي هم ورته برابري كړو.