سیدمعروف همدرد: نوی ډیلی: هند
د لندن دیوی ۷۲ کلنی ښځئ د راتلونکی اولاد پلار دهغی لمسی دی
(دوشنبه د می ۳ دTimes of India )د لندن دیوی متقاعد شوی ۷۲ کلنی ښځی ( پیرل کارتیرPearl Carter ) نوی ماشوم دهغی له ۲۶ کلن لمسی ( پیل بیلی phil Baailey ) څخه دی .
نوموړی وایی زه خپل راتلونکی ماشوم ته ،هغه که هلک او یا انجلی وی ډیر په بی صبری سره انتظار کوم . زما ماشوم به په خپل پلار فخر کوی .
په غربی نړی کی انسانی وحشت نورخپل اوج ته رسیدلی دی . داسی اوج ته چی ۷۲ کلنه ښځه له خپل ۲۶ کلن لمسی څخه پیدا کیدونکی ماشوم ته خوښی څرګنده وی.
نوموړی ۷۲ کلنه اومیدواره ښځی د (نوي آيډیا مجلی ) ته ویلی ، زه له خپل لمسی سره ډیره مینه کوم او هغه هم له ماسره په مینه کی دی ماته دخلکو خبری مهی ندی چی زموږپه اړه یی کوی .
موږ له دغه اړیکو ورسته هيڅ داسی فکر نه کوو ،چی هغه زما لمسی دی او زما لمسی هم دافکرنه کوی ،چی زه دهغی انا یم .
(پیرل کار تیرل ) وایی زموږ اړیکی هغه وخت پیل شوی کله چی ما خپل لمسی دخوب خونی ته وروغوښت هغه می ښکل کړ زه د هغه عکس العمل ته منتظره شوم ، هغه زه هم ښکل کړم ، ۲۶ کلن لمسی وایی له خپلی اناسره دزړه له تله مینه کوم اوخپل راتلونکی اولاد ته ډیره خوښ یم .
زما زړی ښځي ډیری خوښیدی ، زما د راتلونکی ماشوم مور ترټلوښځوماته ډیره ښکلی ده.
دا ښځه به اوس دخپل تقاعد له معاش څخه ۵۴۰۰۰ زره امریکایی ډالره هغه کیل ته ورکوی چی ددی لپاره د مورکیدو قانونی اسنا د جوړکړی .