دافغانستان د ګرمسيرو ولايتونو څخه يو هم د كندهار ولايت دي چي يو ښوونيز كال يي پاي ته رسيدلي او اوس مهال يي په ښوونځيوكي كلنيۍازمويني رواني دي،
ديوشمېر ښوونځيو زده كوونكي وايي كه څه هم په تېر۱۳۸۸او۱۳۸۹ ښوونيز كال كي په ښوونيز بهير كي زياتي ستونزي موجودي وي خو بياهم توانيدلي چي په ښه ډول زده كړي ترسره كړي ،نوموړي زده كوونكو دكندهارملي راډيو تلويزيون سره په خبروكي وويل چي په ښوونځيو كي دمسلكي ښوونكو،كتابونواو لابراتوارنه شتون هغه ستونزي وي چي زموږ ښوونيز بهير يي ټكني كړي وو، خو بيا مو هم موږ د خپلو ښوونكو په مرسته ترډيره ځايه په ښه ډول زده كړي ترسره كړي چي اوس مهال كلنۍ ازمويني پيل سوي او په ښه ډول پرمخ رواني دي ،نوموړو زده كوونكو د پوهني وزارت او په كندهار كي دپوهني رياست دمسؤلينو څخه غوښتنه كوله چي په راتلوونكي ښوونيز كال كي دي دوي ته ټول درسي توكي برابر كړي ،ځكه په تېر ښوونېز كال كي دزده كوونكو پرمخ زياتي ستونزي پرتې وي ،
په كندهار كي دپوهني رياست سرپرست رئيس نجيب الله احمدي وايي چي دمسلكي ښوونكو او درسي كتابونو دنه شتون سره يوازي كندهار نه بلكي دټولي سهيلي حوزي زده كوونكي مخامخ دي دهغه په وينا چي زده كوونكو ته يي سي ډي ډيسكونه وركړي چي دهغه لاري يي زده كوونكو زده كړي ترسره كولي ،
دپوهني رياست دكلتوري چارومسؤل علاءالدين رفيق بياوايي چي په تېر ښوونيز كال كي يې د زده كوونكو لپاره په ښوونځيو كي ډير داسي پروګرامونه جوړكړي چي دزده كوونكو لپاره مهم او اړين دي دهغه په وينا ديو شمير ښوونځيو د زده كوونكو ترمنځ يي ذهني سيالي ،تفريحي ،سپورټي او دي ته ورته پروګرامونه په لاره اچولي دي خو غوښتنه يي كوله چي د زده كوونكو لپاره دي دسيرعلمي زمينه هم برابره سي ترڅو زده كوونكي ددولسم ټولګي څخه تر فراغت وروسته دافغانستان يو شمېر ولايتونو ته سفر وكړي او دهغه دزده كوونكو سره وګوري او هم دخپلو ولايتونو سره اشنا سي
پاته دي نه وي چي په كندهار كي يو ښوونيز كال په داسي حال كي پاي ته ورسيد چي زده كوونكو درسي توكو ته په هغه ډول لاس رسي نه درلود لكه څنګه چي ښايي ډيري زده كوونكو دمسلكي ښوونكو او د درسي كتابونو د نه شتون څخه سر ټكوي او غوښتنه يي كوله چي دوي ته دي هم په هغه شان د زده كړو زمينه برابره سي لكه څنګه چي د افغانستان په يوشمير نورو ولايتونو كي برابره سوي ده
دپيداګوژي د كارپوهانو په وينا ښوونيز بهير هغه وخت دپرمختګ پړاو ته رسيدلاي سي چي زده كوونكو ته ټول اړين درسي توكي په واك كي وركړل سي ترڅو زده كوونكي په ښه ډول خپلو زده كړو ته دوام وركړي.