دسپېڅلي څښتن په سپېڅلي نامه                                                                                                                                                                                                                    دکندهار راډیو تلویزیون ویب پاڼي ته ښه راغلاست
دکندهارتلویزیون خپروني
تاسوكولاي سي دكندهارراډيو تازه خبرونه اونوري راډيويي خپروني ۲۴ ساعته زموږدپاڼي څخه واورئ
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2010-06-08  م  خپرندوی : خوشحال چا پي بڼه
داځل دښاغلي معصوم پښتون سره څو شېبې

دکندهار راډيو تلويزون ويب پاڼي ګرانو او زړه ته راتېرو لوستونکو سلامونه !

لکه څنګه چي مو ستاسو سره ژمنه کړېوه دخپلي ژمني مطابق مو داځل يو ځوان ، تکړه ، بااستعداده ، شاعر ، ليکوال او ژورنالست تاسو ته درپېژنو .

چي دومره ځانګړتياوي پکښي کي وي اتمن به يې تاسو پېژنۍ خو کېداى سئ دځني فعاليتونو څخه به يې نه ياست خبر خو داځل مو خبروو.

نو تاسو پوهيږۍ چي دابه څوک وي !

بلي هو معصوم پښتون .

١ - دادب ډګرته څنګه راغلاست؟
ځواب_ تر هرڅه مخكي اسلام عليكم، ټولو ګرانو دوستانو ته!
له كوچني والي څخه مي كتاب او قلم ډېر خوښېدله، كله چي به مي يو څوك وليدئ چي كتاب به ورڅخه وو او يا به يې ليكنه كول ښه به راته مالومېدله.
كورنۍ مي هم په دې كي ډېر رول درلودئ، زما ماما چي كېداى سي تاسي يې هم وپېژنئ ارواښاد محقق استاد عبدالهادي هاند، زه يې دې ته هڅولى يم چي كتاب ولولم او كله چي به زه ورسره مخ سوم پر ادبي مسائلو به يې راسره خبري كولې.
ددې تر څنګ مي په كندهار كي ډېر ګران ملګري وه چي ژوند او كار يې له كتاب، قلم، مجلې او ادبي غونډي سره وو.
نو يو څه زما مينه وه يو څه مي كورنۍ سوه او تر ټولو ډېر مي ملګري وه چي وخت مي ورسره تېروئ.
د ښوونځى په اتم ټولګۍ كي وم چي د پښتو درانه او مهربان استاد مي راته د تنكي ارمان په نوم اونيزي جرېدې مسئوليت را تر غاړي كړ. چي د خپلو ټولګۍ والو او نورو زده كوونكو په مرسته مو په ښوونځى كي دننه چلوله.
په ښوونځى كي مي ادبي كارونه هم خوښېدل او هم مي كوله، له راډيو او تلويزيون سره مي ادبي مركې كولې هغه د چا خبره چي په وس مي وه هغه اندازه مي ورته ځواب وايه.
د ښوونځى په دوره كي مي ليكني كولې، د ښكلا مجلې سره مي كار كوئ او تر فراغت وروسته مي هم ليكني كولې، د رښتيا په نامه د يوې مهالنۍ خپروني مسئول وم.
دا وه هغه لاملونه چي زه بايد د ادب په ډګر كي پاته سم.

٢ _ تردامهاله مو څومره فرهنګي فعاليتونه تر سره کړي دي ؟

ځواب: لوړ مي ځني ټكي ياد كړل، د ښكلا مجلې د كار ترڅنګ مي په كندهار كي د رښتيا مهالنۍ خپروني مسئوليت كوئ، ليكني مي ورته كولې، د كمپيوټر چاري مي هم مخته وړلې.
بل مي په كندهار كي د روهي ادبي بهير چي اوس هم سته د غونډو راپورونه ليكل چي، په هغه كي كركتني او نوري ادبي خبري خورا ډيري وې.
هغه راپورونه د 80 او 90 ترمنځ دي، تر څنګ به مي يې دغه راپورونه په بېنوا ويبپاڼه كي خپرول او په افغانستان او بهر نړۍ كي به خلګ د روهي بهير له ادبي غونډو خبرېدل او كله نا كله به يې راته فون هم كوئ او يوه نيمه پوښتنه به يې هم كوله.
په افغانستان كي ادبي كارونه داسي دي چي زړه به په كښي خورې خو مالي او مادي ګټه نه لري او كه يې لري پر نه څه حساب دي.
انسان پر يوه حالت نه پاته كيږي، وروسته مي د كور اقتصادي ستونزي راباندي ډيري سوې او زه هم مجبور سوم چي د ادبي كارونو تر څنګ يو داسي ځاى كار وكړم چي څه پيسې هم وګټم.
خو په كندهار كي مي ځينو ځايونو ته د كار غوښتنليك وركړئ، خو تر ډېره وخت مي كار نه سواى پيدا كولاى.
وروسته مي په كندهار كي د كليد د سيميزي راډيو سره كار ونيوئ او په لوموړي سر كي يو پروډيوسر وم.پر اتمه مياشت د همدغي راډيو د خپرونو مرستيال مسئول سوم او څه وخت وروسته د خپرونو مسئول سوم.
يو كال مي په همدغه پوسټ كي كار وكړئ چي وروسته د ځينو ستونزو له امله اړسوم چي كابل ته راسم.
په كابل كي مي لوموړى د بي بي سي راډيو په تعليمي پروژو كي كار پيل كړ او ددې ترڅنګ مي په اريانا تلويزون كي كار كوئ او د ګنج په نوم د يوې چاپي خپروني كارونه مخته وړل.
اوس په كابل كي د ازادي راډيو خبريال يم.
 
٣ _ تاسو خو يو تکړه شاعر او ليکوال ياست ژورناليزم ته بيا څنګه راغلاست؟

ادبيات او ژورناليزم يو له بل سره ټينګ تړلي دي، په پخوا كلونو كي ژورناليزم د ادبياتو پوهنځى يوه څانګه وه او وروسته د ژورناليزم پوهنځى ځني بېله سوه اوس هم د ژورناليزم پوهنځى په درو كلونو كي په شپږو سېميسټرونو كي پښتو او دري ادبيات محصلينو ته ويل كيږي.
چي خبره مي اوږده كړې نه وي، نه پوهېږم چي زما دا خبره به لوستونكو ته څه ډول وي ادبيات او ژورناليزم سره تړلي دي او يو ليكوال يو ژورناليست هم دئ، مسلكي او غيري مسلكي، ښه يا كمزوى.
زما د خپلو ادبي كارونو ترڅنګ ژورناليستيكي كارونه ډېر خوښېدل، راپورونه، مركې او ادبي خپروني په ډېر شوق اورېدل.
د نړيوالو راډيو ګانو ډېري ادبي خپروني، مركې او ځانګړي راپورونه مي ټول ثبتول او څو_څو ځله به مي اورېدل.
مخكي مي وويل چي راپورونه مي ليكل او هغه به مي كره كتني ته وړاندي كول ملګرو به ورباندي كره كتنه كوله او ناسم ټكي به مي جوړول.
او په راډيو كي مي نوري تجربې هم ترلاسه كړې.

٤_ژورناليزم مو پر شاعري باندي څه اغېز کړى او که نه ؟

ژورناليزم يو كس ډېر بوخت ساتي او  د ژورناليزم ډېر كارونه داسي دي چي كه لږ وخت هم پر تېر سي نو بې ګټي كېږي.
كله_ كله چي پر يو رپوټ كار كوو نو باور وكړه ډوډۍ نه سو خوړلاى ولي چي د رپوټ موضوع يا زړېږي او يا يې ارزښت كميږي نو مجبور يو چي لوموړى رپوټ جوړ كړو.
نو همداسي پر ټولو چارو ډېر اغېز كوي، زما پر شعر يې اغېز كړى او د پخوا په پرتله شعر كم ليكم.

٥_ ښه څومره شعرونه مو ليکلي ؟

شعرونه مي ډېر ليكلي خو ټولو ته شعرونه نه سم ويلاى او حسابلي مي هم نه دي.

٦_ که موپه نژدې وختو کي يوشعر ليکلى وي او دلوستونکو سره يې شريک کړئ؟
ګرانه ويونكې دغه شعر مي په وروستيو كي ليكلى، نو هيله ده چي ستاسو به خوښ سي.
***********************************************
جګړه

معصوم پښتون- كابل

چي ښه په قهر او غوسه سي راته
اوږده ورېښتان، ګوتو كي ټينګ ونيسي
پر ستوني زور كړي
ښې تودې تيزي خبري وكړي
او سوركۍ شوڼدي، تر غاښو كړي لاندي
غلې سي
بيا ووايي:
نور مي دعا، درته پر خوله نه راځي
                     
چي زړه له جنګه تش كړي
څو شېبې وروسته

***
غاړه كي لاس را تاو كړي
بخښنه وغواړي
توبه وكاږي
پر زړه مي لاس راكښېږدي
او بيا كرار ووايي
خدايه !!
دا زړه
كه زما له جنګ وران سو
بيا خو به زه هم
د افغانو مهاجرو په څېر
كډه په شا او لا لهانده ګرځم
-------
كابل_ د ازادۍ راډيو دفتر
************************************************

٧ - دکندهار دفرهنګيانو هڅي څنګه ارزوئ ؟
ياره كاشكي دي دا پوښتنه نه واى راڅخه كړې.
كه څه هم زه په كندهار كي نه يم، خو له ځينو ملګرو څخه پوښتنه كوم، چي ادبي كارونه څنګه روان دي، ملګري اندېښمن راته ووايي چي ياره په اونۍ كي يوه غونډه كېږي او څو ملګري په كښي شعرونه وايي.
كه له يوې خوا په لوى كندهار كي ناارامۍ رواني دي او ادبي بهير يې ټكنى كړى، بل خوا ملګري هم هغه سي نه دي چي څو كاله مخكي وه، كتابونه چاپېدل، سيمينارونه جوړېدل، مجلې خپرېدې او اونيزي فعاله وې.
په كابل كي مي يو ادبي ملګرى وليدئ، تر روغبړ وروسته مي سمدستي ورڅخه وپوښتل چي ادبي چاري ولي داسي سوي دي ياني د پخوا په ډول پر مخ نه ځي، د ولايتونو ادبي ملګري نورو ولايتونو ته سفرونه نه كوي.
خو اوس يو عجب حالاتو ته وتلي يو، څه وخت مخكي په كندهار كي د استاد عبدالروف بېنوا په اړه يو سيمينار وو، داچي دا سيمينار د چا له خوا وو؟ مهمه دا ده چي دا لمانځنه خپله وبولو.
يو استاد چي په دغه سيمينار كي يې ګډون كړى وو راته وويل چي دغه سيمنيار ته ځني فرهنګيان نه وه راغلي او لامل يې هم دا وو چي په غونډه كي پلانكي ګډون كړى وو نو زه يې نه كوم او داسي نور كارونه.
ښه خبره نه ده چي دا خبره زه لوستونكو ته كوم خو دا كه يو څوك په دې خوابدوي نو په دې دي خوا بده كړي چي رښتيا همداسي كوي.
زما په نظر په كندهار كي ادبي چاري سمي نه دي.

٨ _ په عمومي ډول دشاعرانو هڅي دپښتودلا پياوړتيا لپاره څنګه ارزوئ؟
ښه خبره اوس دا ده چي پښتانه شاعران د سولي لپاره شعرونه ليكي او په خپلو شعرونو كي د جنګ سره په جنګ دي او سولي ته ښه راغلاست وايي چي دا به پښتانه راويښ كړي او پياوړي به يې هم كړي.
٩ _رابه سو وروستۍ پوښتني ته که چيري په يو ټولنه کي شاعر يا ليکوال نه وي هغه ټولنه به دپرمختګ له پلوه څنګه وي ؟

ليكوال د يوې ټولني سترګي دي او د يوې ټولني په ودانولو كي ډېر مهم رول لري او ټولنه له توپان څخه ژغورلاى سي.

پښتون صاحب ستاسو څخه ډېره ډېره مننه چي دمصروفيتونو سره سره مو راسره دزړه خواله وکړه پخپلو کارونو کي بريالى او سرلوړى اوسې .

 

                                                                                      مرکه کوونکى: سيد ستارمهتابي

  

بېرته شاته


Design by: Benawa Pushto Web Development Copyright © All rights reserved kandahar TV 2008