دکندهار راډيو تلوېزيون ويب پاڼي ګرانو لوستونکو !
هيله لرم چي جوړ به ياست .
بيا هم دوعدې سره سم يو بل دکندهار دسيمي مخکښه محلي سندرغاړي نعمت الله کندهاري سره مو دزړه خواله کړې ده چي کټ مټ يې تاسو ته وړاندي کوو.

١:- نعمت الله کندهارى صاحب دهرڅه نه مخکي که دکندهار راډيو تلويزيون ويب پاڼي درنو لوستونکو ته دځان دمعرفت په هکله معلومات ورکړئ ؟
نوم مي نعمت الله کندهارى دپلارنوم حاجي عبدالهاشم د نن څخه ٥٧ کاله مخکي دکندهار ولايت دغورک په ولسوالۍ کي دې نړۍ ته سترګي پرانستي دي .اوس په کندهار ښار کي د ډېره وخته شپې او ورځي سبا کوم .
٢:- کندهارى صاحب دسندرو ويلو سره مو څنګه علاقه پيداسوه وجه يې څه وه چي تاسو ودې هنر ته مخه کړه ؟
٤٥ کاله مخکي دکندهار ديوه تکړه محلي سندرغاړي ولي محمد کندهاري اواز مي اورېدئ زه به ډېر ورڅخه متاثره کېدم نو هغه وو چي ٤٤ کاله مخکي مي دسندرو ويلو سره علاقه پيدا سوه او په همدغه کال مي لومړنۍ سندره په يو شخصي محفل کي وويل چي د مينه والو لخوا ډېر تشويق سوم .وخت ناوخته به مي سندري ويلې خو د دوستانو زيات تشويق زه دراډيو افغانستان پوري ورسولم او هلته مي سندري ثبت کړې
٣:- کندهار ى صاحب دراډيو افغانستان خبره مو وکړه داچي تاسو دراډيو افغانستان دسندرغاړو له جملې څخه ګڼل کېږئ دکومو ځانګړتياوو له مخي مو په راډيو افغانستان کي سندري ثبت کړې ؟
١٣٥١ل کال کښي راډيو افغانستان ځني افتخاري سندري دسندرغاړو څخه ثبت کولې نو دهغو له جملې څخه يو زه وم چي له کندهار څخه دسندرو ويلو لپاره ورغلم او هلته مي سندري وويلې .خو ١٣٥٧ل کال کي يو ځل بيا ونوموړي راډيو ته ولاړم غوښتل مي چي دراډيو سندرغاړئ پاته سم هغه وخت چي دوى خپل ځانګړي مقررات درلودل دوى به ديوې ازمويني وروسته يو سندرغاړي ته اجازه ورکول چي په همهغه ځاى کي پاته سي نو زما دامتحان لپاره يې ١٥ کسيزه پلاوى وټاکه چي مشري يې مرحوم زاخېل استاد کول هغه وو چي زه په دې امتحان کي بريالى سوم او د راډيو سره مي قراداد وکړ .دهغه نه وروسته مي ٧٠ سندري ثبت کړې چي لومړنۍ سندره مي هغه وه ( چي په ناز ناز قدم راواخله ) حتى داسندره ډېره مشهوره سوه ډېر مينه وال يې پيداکړه او دهر چا پرژبه باندي به دغه سندره پرته وه او کله چي به يې زه وليدم نو ويل به يې چي هغه دئ ناز راغلئ . نو دغه زما لپاره دوياړ ځاى وو .په نوموړې راډيو کي دشپږو کالو لپاره پاته سوم .
٤:- کندهارى صاحب دکندهار اوسنۍ موسيقي دپخوا دموسيقي سره څنګه ارزوئ . او اوسنۍ موسيقي دافغانستان دنورو ولايتونو سره څنګه بولئ ؟

مهتابي صاحب دکندهار پخوانۍ موسيقي ډيره په زړه پوري يوه خوندوره موسيقي وه چي ډېر دباتجربه وو سندرغاړو او نوازنده ګانو لخوا څخه به پرمخ بېول کېدل که يې چيري اوس زه دهغو سندرغاړو په ستاينه دهره لحاظه شروع وکړم تر سبار پوري به نه سي بشپړه .
خو ډېر په افسوس سره به ووايم چي اوسنۍ موسيقي ډېره بې کيفيته او بې خونده سوې ده .
نو دنورو ولايتونو سره به يې څنګه پرتله کړم ! خو په خواشينۍ سره به ووايم چي زموږ موسيقي تر نورو ولايتونو څخه په ټيټ کيفيت کي ده ځکه چي هغوى دخپلي موسيقي لپاره کار کوي زياتي هلي ځلي کوي خو موږ ورته لاس تر زني ناست يو.
٥:- نو کندهارۍ موسيقي ددغه حالته څخه څنګه را ايستلاى سو هغه ستونزي چي اوس مهال کندهاري سندرغاړي ورسره لاس وګرېوان دي څنګه يې له منځه وړلاى سو ؟
ډېري بې حده ستونزي په مخ کي سته . دسندرغاړو ترمنځ همږغي نسته ، دغه هنر يوه تجارتي بڼه غوره کړې ده هر هغه څوک چي د هرډول سندري غوښتنه وکړي دپيسو په مقابل کي ورته ويل کيږي هغه که هر رنګه شعر وي او که هر رنګه بې کيفيته موسيقي وي . دځينو سندرغاړو سره هيڅ ددې ټولني احساس نسته چي ايا زه بايد ديو سندرغاړي په حيث ودې ټولني ته څه وړاندي کړم ، څه انتخاب او څه ووايم .
او بايد دولت داسي پلان په کار واچوي چي دسندرغاړو دلا ښه کېدو په خاطر ځني کورسونه داير کړي دموسيقي ږغولو لپاره بايد نوي ځوانان تشويق او وروزي .
٦:- کندهارى صاحب تاسو دموسيقي په برخه کي کومي مسلکي زده کړي کړي او که نه ؟
متاسفانه چي مسلکي زده کړي مي نه دي کړي دکندهار په محلي طرزو کي برلاسي لرم .او پخواني استادانو څخه مي ډيري زده کړي کړي دي او داهم وايم چي دموسيقي وهيڅ آلې ته لاس رسى نه لرم .هغه وخت د کندهاري سندرغاړو لپاره دموسيقي دآلو زده کول يو عيب وو .نو دا وجه وه چي زده کړه يې راڅخه پاته سوې ده .
٧:-کندهارى صاحب که وروستۍ پوښتني ته راسم تردامهاله پوري مو څومره سندري ويلي دي ايا شمېر يې درته معلوم دئ که نه او دهنر په دې ډګر کي تر دې مهاله پوري دکوم چا لخوا په رسمي او يا غيري رسمي ډول په ستاينليکونو او ياهم ميډالونو نازول سوي ياست که څنګه؟

ولا که حقيقت درته ووايم نو سندري مي بې حده ډېري ويلي دي چي اوس يې شمېره راڅخه ورکه ده .خو دوندي ويلاى سم چي ٧٠ سندري مي په راډيو افغانستان کي ويلي دي او د٢٠ په شاوخوا کي مي دکندهار راډيو تلوېزيون لپاره تصويري سندري سره تر لفسينګ ثبت کړي دي چي دهغو له جملې څخه په دې نژدې وختو کي مهتابي صاحب تاسو ٢ سندرې راڅخه لفسينګ کړي چي دتلوېزيون له پردې څخه مي وليدلې ډېر خوښ سوم .او داسي نوري سندري مي دهغه وخت په فرهاد ميوزيک ، افغان ميوزيک ، کابل ميوزيک او داسي نور د واليم په بڼه کيسټونه ثبت کړي دي چي تقريبا دکيسټونو تعداد ٢٠ ته رسيږي .
او دستاينليکو په اړه به درته ووايم چي زيات ستاينليکونه او نقدي جايزې په رسمي او غير رسمي محفلو کښي راته راکول سوي دي .خو دځان لپاره غټه بريا او ستاينليک دمزاري شريفي دفسټوال ستاينليک بولم چي د افغانستان ، ازبکستان ، ترکيې ، هندوستان او امريکا هيوادونو څخه ښځينه او نارينه سندرغاړي راغلي وه او په دې فسټوال کي يې گډون وکړ چي په هغو کي دوهم مقام افغانستان وگاټه .
کله چي ماته په دغه فسټوال کي بلنه راکول سوه او ږغ يې وکړ چي نعمت الله کندهارى دي دسټېج مخي ته راسي . نو کله چي زه دسټېج مخي ته ورغلم نو زما ډېر تود هرکلى وسو کله چي مي سندري شروع کړې دومره زياتي چکچکي او تشويق وو چي زه په خپلو سندرو نه پوهېدم چي زه څه وايم . نو دافغانستان ددوهم مقام ګټلو ستاينليک يې ماته راکړ .
کندهارى صاحب له تاسو څخه ډېره ډېره مننه خداى مو په خپل هنر کي بريالي لره .
مهتابي صاحب ستاسو څخه هم ډېره مننه کوم ځکه چي تاسو همېشه دخپلو هنرمندانو دتشويق لپاره زياتي هلي ځلي کړي دي .
