دسپېڅلي څښتن په سپېڅلي نامه                                                                                                                                                                                                                    دکندهار راډیو تلویزیون ویب پاڼي ته ښه راغلاست
دکندهارتلویزیون خپروني
تاسوكولاي سي دكندهارراډيو تازه خبرونه اونوري راډيويي خپروني ۲۴ ساعته زموږدپاڼي څخه واورئ
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2010-07-05  م  خپرندوی : خوشحال چا پي بڼه
ديوه ځوان تکړه ممثل سره ځانګړې مرکه

ديوه ځوان تکړه ممثل سره ځانګړې مرکه

دکندهارراډيو تلوېزيون ويبپاڼي ګرانو لوستونکو داځل د يو  تکړه او دکندهار نندارې مسئول ځوان ممثل سره مو مرکه کړې چي تاسو يې لاندي لوستلاى سئ .
 
١:- خپل ځان په پوره ډول معرفي کړئ ؟
زما نوم حکمت الله څرک دئ د محمد امين زوى يم په ١٣٥٩ل کال کي مي نړۍ ته سترګي پرانستي دي او دزده کړو څخه  په ٢٠٠٥ کال کي د احمد شاه با با په لېسه کي د ١٢ټولګۍ څخه فارغ سوى يم. د ٢٠٠٧ کال د فبروري نه بيا تر اوسه پوري د کندهار نندارې د مشر په توګه پاته سوى يم. 
٢:- تمثيل ته مو څنګه مخه کړه وجه يې څه وه ؟
دتمثيل سره مي ډېره علاقه وه دښوونځى په دوره کي به مي دخپلو ملګرو سره تمثيل کاوه نو هغه وو چي  د ښوونځى د ملګرو، استادانو او فرهنګپالو تشويق راسره وو چي دتمثيل ډګر ته راغلم .
٣:- ايا دتمثيل په برخه کي مو څومره زده کړي کړي دي ؟
ما د انټر نيټ د لاري يو دوه کلن مکتب چي په هغه کي  ډايرکشن، پروډکشن، د سکريپټ ليکل، کېمره او آواز شامل وو چي په څنګ کي مي د سايټونو نه آزاده مطالعه کړې ده  او همدارنګه مو د يو امريکايي کمپنۍ چي د وژنيېر ميډيا په نامه ده يو مياشتنى عملي ورکشاپ کړى دئ او ځيني واړه ورکشاپونه مي هم کړي دي لکه په کابل کي د ايراني ډايرکټر آرش افصلا سره درې ورځنى د ډرامې ليکني کورس، د تياتر اوبسيس يا (د ځپل سوود تياترپه باره کي لنډ کورس) او داسي نور. 
٤:- په څومره ډرامو کي مو کار کړى دئ ؟

                                                                         دتمثيل په حال کي

د قيق شمېر يې نه دئ راته معلوم خو د ١٠٠ په شاو خوا کي مي پر سټېج ډرامو کي کار کړى او د ٢٥ په شاو خوا کي مي په تلويزيوني ثبتي ډرامو کي کار کړى دئ .
٥:- که يو څوک دتمثيل سره زياته مينه ولري او وغواړي په دې ډګر کي کار وکړي نو هغه به په کومو شرايطو سره کار کوي ؟
ممثل بايد حد اقل څه نا څه زدکړه کړې وې چي سکرپټ وويلاى سي.او که يې عمر د ښوونځى وي نو بايد ښوونځى حتمًا تعقيب کړي  د تمثيل اخلاق ولري اوداسي نور.
که څوک رشتيا هم د تمثيل سره شوق ولري هغه په مثبت او منفي کرکټر پسي نه ګرځي هغه د ډايرکټر لخوا سپارل سوى رول په ښه توګه بولي که يې چيري  کوښښ وکړ دا هم د ممثل دتمثيل سره د شوق ثبوت دئ. او که ممثل وويل چي نه زه بايد حتمًا د ډرامې هلک واوسم او بس که ورته برابر وي او که نه نو دا به ستونزمنه وي ..
٦:- ايا دتمثيل تر څنګ مو کومي ډرامې ليکلي او که نه ؟
ما مخکي ډرامې ليکلې خو اوس ورته وزګار نه يم  خو مخ کي مي د لسو په شا وخوا کي سټېج ډرامې ليکلي دي چي ډيري مشهوره يې د طيارې د چيچي په نامه چي يو کوميډي ډرامه ده چي د ١٣٨٢کال د اسد پر ٢٨ چي د افغانستان د آزادۍ جشن وو ليکلې او لوبولې وه او بله د پرې لاس په نامه وه چي سوژه يې د احمد جاويد عابد وه، هغه کندهار نندارې په کابل کي د ٢٠٠٧ کال په څلورم فستوال کي وړاندي کړه چي ډېره وستايل سوه  د تلويزيون له لاري مي يوازي يوه ډرامه نشر سوې ده چي د حج په نا مه وه خو البته د ډايرکټ کړو تياتري ډرامو شمېر مي ٣٠ ته رسېږي چي د ذ کر وړيې د کابل په څلورم فستوال کي د پرېکړي لاس ډرامه وه. او پاته نوري مي په کندهار کي ډايريکټ کړي دي.  
٧:- دکندهار لپاره څومره لاسته راوړني لرئ ؟
زما د تمثيل په ٨ کلن جريان کي تر ټولو مهم کار په کندهار کي د تمثيل  بيا ترويج وو چي يو ډېره ستونزمنه مسئله وه. په ٢٠٠٢کښي زه او زما دتمثيل بل ملګرى  شامحمد يارمل  يوازي دوه ممثلين وو چي پروګرامونو کي مو په منظم ډول برخه لرله  دا ځکه چي خلګو تمثيل ته په ډېره ټيټه سترګه کتل خو دوخت په تېرېدو سره  موږ ودې برخي ته په پراختيا ورکولو کي بريالي سولو که څه هم لا ډېر کار ته نور ضرورت سته.
او کله چي زه د کندهار نندارې مسئول ټاکل سوى يم  په دې جريان کي زموږ ملګري توانېدلي دي چي لاندي لاسته راوړني ولري:

او په دې وروستيو  کي چي کومي لاسته راوړني دي هغه د ښه کاري ټيم جوړول وو چي زموږ هغه ټيم وتوانېدئ چي په کابل کي د افغانستان د تياتر په تېرو شپږ وکلنو په هر  فستوال  کي دکندهار په نمائندګي په ډېر قوي ډول سره اشتراک وکړئ چي څلور ځله پکښي د څلورو بهترينو په کتار کي راغلي يو او په آخري کال د ټول هيواد په سطحه د لومړي مقام وړونکي سو.
په کندهار کي د لومړي ځل لپاره د سريال جوړول وه چي د کندهارفلم او نندارې د ملګرو په همکاري جوړ سو.
په کندهار کي په لومړي ځل د کندهار پر فټبال باندي مستند فلم جوړول وه.
٨:- دتمثيل په برخه کي مو شاګردان روزلي دي که نه ؟
بلې هو! هغه ممثلين چي کندهار نندارې ته راځي هغه ټوله د لومړي ځل لپاره څه ناڅه روزني ته ضرورت لري او يا ځيني ضعيفي نقطې په تمثيل کي لري چي هغه ما او يا نورو ملګرو د ځينو تمرينونو له لاري حل کړي دي. يوه بېلګه يې ز موږ د ښځينه ممثلينو تربيه کول وه کومو چي عادي خبري لا هم نه سواى کولاى خو زما او د ښاغلي وطنيار چي د ډرامې ډا ډايرکټر وو دومره تکړه کړي چي په  کابل کي تر موږ په ژړا او د احساساتو په څرګندوونو کي تکړه سوي دي نو دا هم يو دليل سو چي د زړې ادې په نامه ډرامه چي د کندهار له لوري وړاندي  سوه  د شپږم فستوال کپ تر لاسه کړ.  

په آخر کي څرک صاحب ستاسو څخه ډېره مننه ستاسو دنورو برياوو په هيله

 

                                                                                       مرکه کوونکى سيد ستار مهتابي

  

بېرته شاته


Design by: Benawa Pushto Web Development Copyright © All rights reserved kandahar TV 2008