دسپېڅلي څښتن په سپېڅلي نامه                                                                                                                                                                                                                    دکندهار راډیو تلویزیون ویب پاڼي ته ښه راغلاست
دکندهارتلویزیون خپروني
تاسوكولاي سي دكندهارراډيو تازه خبرونه اونوري راډيويي خپروني ۲۴ ساعته زموږدپاڼي څخه واورئ
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2010-07-14  م  خپرندوی : اسدالله زړه سواند چا پي بڼه
كندهار:- ۴۰۰۰مسلكي ښوونكي روزل كيږي

كندهار:- اسدالله زړه سواند

په كندهار كي د پوهني رياست مسؤلين وايي چي راتلوونكي ښوونيزكال به يي له ستونزيو خلاص وي.


د پوهني سرپرست رئيس نجيب الله احمدي وايي چي په تېر ښوونيز كال كي په ښوونځيو كي دمسلكي ښوونكو،لابراتوار او درسي كتابونو نشتوالي هغه څه وه چي د زده كوونكود زده كړو په وړاندي يي خنډونه را ولاړ كړي وه،

 د نوموړي په وينا چي اوس مهال په كندهار كي ښوونيز كال پاي ته رسيدلي او زده كوونكي د دريو مياشتو لپاره رخصت سوي دي ،چي په دغو درو مياشتو رخصتيو كي به د ۳۵۰۰او ۴۰۰۰زره ښوونكي په مسلكي ډول د رياضي ،كيميا ،بيولوژي او انګليسي په برخو كي وروزي چي، د سيډا موسسي په مالي او دبرګ موسسي په مرسته يي د ښوونكو د مسلكي روزلو سيمنارونه په لاره اچولي دي ، چي ترمسلكي زده كړو وروسته به مسلكي ښوونكو ته مكمل لابراتوار هم په واك كي وركول سوي ترڅو زده كوونكو ته په عملي او نظري ډول زده كړي وركړي ، دهغه په وينا چي تردا مهاله يي په سلوګونه ښوونكي د هغه ښوونكو په واسطه روزلي چي د پلازميني كابل څخه د ښوونكو د روزلو په موخه راغلي دي،


ښاغلي احمدي دا هم وويل چي په كندهار كي څلورسوه دري ښوونيز مركزونه سته چي د هغي جملي څخه دوه سوه پنځلس د زده كوونكو پرمخ خلاص دي او پاته يوسلو اته اتيا يي د ناامنيو او ورته دلايلو له امله تړلي دي ، چي پر دي هم اوس كار روان دي دي ترڅو تړل سوي ښوونځي د زده كوونكو پر مخ پرانيزو، نوموړي زياته كړه چي په كندهار كي به يو شمېر نوي ښونځي هم جوړي سي،


پاته دي نه وي چي په كندهار كي ۱۳۸۸او۱۳۸۹ښوونيز كال په داسي حال كي پاي ته ورسيد چي زده كوونكو د مسلكي ښوونكو ،لابراتواراو درسي كتابونو څخه سرټكوي.خو داچي راتلوونكي ښوونيز كال كي به د زده كوونكو سته ستونزي څومره حل سي ،دا هغه پوښتنه دي د وخت په تېريدو سره به ځواب سي.

  

بېرته شاته


Design by: Benawa Pushto Web Development Copyright © All rights reserved kandahar TV 2008