دسپېڅلي څښتن په سپېڅلي نامه                                                                                                                                                                                                                    دکندهار راډیو تلویزیون ویب پاڼي ته ښه راغلاست
دکندهارتلویزیون خپروني
تاسوكولاي سي دكندهارراډيو تازه خبرونه اونوري راډيويي خپروني ۲۴ ساعته زموږدپاڼي څخه واورئ
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2010-07-21  م  خپرندوی : خوشحال چا پي بڼه
دښې حکومتداري او پراختيا غونډه جوړه سوه

دراپورلنډيز

دښې حكومتداري او پراختيا غونډه دولايت مقام په مقركي دكندهار والي په مشري جوړه سوه .
چي پكښي دوالي دمرستيال ترڅنگ كندهار ښاروال ديوشمېر سكتوري ادارو رئيسانو دمرسته كوونكو ادارو استازو او دكندهار ولايت دڅلورو ناحيو دلېسو مديرانو برخه اخيستې وه .دښې حكومتداري اوپراختيا پدې  نوبتي غونډه كي دښار په څلورو ناحيوكي پر پرمختگونو او مشكلاتو او پر راتلونكو كارونو باندي بحث وسو .

 

 


دراپورتفصيل

دښې حكومتداري او پراختيا غونډه دولايت مقام په مقركي دكندهار والي په مشري جوړه سوه .

چي پكښي دوالي دمرستيال ترڅنگ كندهار ښاروال ديوشمېر سكتوري ادارو رئيسانو دمرسته كوونكو ادارو استازو او دكندهار ولايت دڅلورو ناحيو دلېسو مديرانو برخه اخيستې وه .دښې حكومتداري اوپراختيا پدې  نوبتي غونډه كي دښار په څلورو ناحيوكي پر پرمختگونو او مشكلاتو او پر راتلونكو كارونو باندي بحث وسو .

چي لومړى دپوهني سرپرست په يادو څلورو ناحيوكي دښووني او روزني په هكله معلومات وركړل ښاغلي نجيب الله احمدي وويل چي اوس مهال په لومړۍ ناحيه كي لس بابه ښو ونځى يوباب مدرسه په دوهمه ناحيه كي هم لس بابه ښوونځى په دريمه ناحيه كي درې بابه ښوونځى او په څلورمه ناحيه كي څلوربابه ښوونځى فعاله دي همدارنگه ښاغلي احمدي وويل چي ۳۷ پايې لابراتوارونه يې ترلاسه كړي دي خو مواد يې په لاس كي نلري او همدارنگه په راتلونكي كال كي پلان لروچي د ځينو ښوونځيو لپاره ودانۍ هم جوړي كړو .

كندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي ويسا وويل چي بايد دښوونځيو دودانيو څخه دمخه دښوونكو وروزني ته هم زياته توجه وسي چي د ښوونځيو دودانيو څه دمخه دښوونكو مسلكي توب اوليت لري او دپوهني سرپرست رئيس ته امر وكړ چي كورسونه اوخصوصي ښوونځى دي ژرترژره وتړي چي رسمي جواز نلري  .
همدارنگه په غونډه كي گډونوالو مديرانو غوښتنه وكړل چي بايد دلابراتوارونو لپاره دهري ښوونځى لپاره يو ښوونكى هم وروزل سي ترڅو دلابراتوارونو په وركړه سره يې دښوونكو په برخه كي مشكل حل سوى وي .

وروسته دسكتوري ادارو نورو رئيسانو او استازو په وارسره خپل رپوټونه دښار دڅلورو ناحيو په اړه غونډي ته وړاندي كړل .لومړى دټول گټو رياست استازي وويل چي دكندهار والي ترنظارت لاندي يې په يادو څلورو ناحيوكي څلورنيم كيلومتره سړك پوخ كړى او همدارنگه يې دپياده رونو او چريو په جوړولو كي كار كړى او همدارنگه نور كارونه هم ترلاس لاندي لرو .

كندهار والي ښاغلي ويسا وويل چي اوس مهال د كندهار ښار پراخه سوى او بايد دښار والي لخواڅخه  زياته توجه دښار پاك والي ته وسي ده اندېښنه وښودل چي د كندهار ښاروالي ماشينري او كاركونكي كم په لاس كي لري او بايدكاركوونكي او ماشينري يې زياته سي  كندهار والي پوهنوال ډاكتر توريالي ويسا پر يوشمېر دولتي   او مرسته كوونكوادارو نيوكه وكړه چي خپله بوديجه په مصرف نسي رسولاى ښاغلي ويسا په كندهار كي پرهبيتاتوموسسې تور ولگوئ چي په خپلو كارونو کي  دماتي سره مخ ده او دمرسته

كوونكي ادارې لخواڅخه پيسې ورنكړل سي خو دهبيتاتو موسسې استازي دخپلو كارونو  په هكله غونډي ته  معلومات وركړل خوكندهار والي ته دمنلو وړه نه وه ځكه چي په خپلو كارونو كي يې لومړي توب هغه څه ته وركړى وو  چي بايد ترهغه وړاندي يې خلگوته دپاكو اوبو په رسوولوكي يې هڅي كړي واى .
كندهار والي پوهنوال ډاكتر توريالي ويسا دغونډي په پاى كي دمرسته كوونكو ادارو څخه غوښتنه وكړل چي بايد دښار والي دپرسونل دمعاشاتو دلوړولو او ماشينري په هكله  ورسره مرسته وكړي .

چي كندهار ښاروال هم خوښي وښوده كه چيري پدې برخه كي ورسره مرسته وسي په كارونو كي به يې لاچټكتيا رامنځته سي او دخپل پرسونل په مرسته به  ښار پاك وساتي خو دښار په پاك ساتلوكي يې دښاريانو همكاري ضروري وبلل.پاته دي نه وي چي په نوموړې غونډه كي دولتي چارواكي او دمرسته كوونكو ادارو استازي په ښار كي دښه خدمتونو دبرابرولو په اړه يو لړ موافقوته هم ورسيده .

محمد مقصود ضمير   

بېرته شاته


Design by: Benawa Pushto Web Development Copyright © All rights reserved kandahar TV 2008