|
||||||||||||||
![]() |
||||||||||||||
|
||||||||||||||
| تاسوكولاي سي دكندهارراډيو تازه خبرونه اونوري راډيويي خپروني ۲۴ ساعته زموږدپاڼي څخه واورئ | ||||||||||||||
كندهار:دانتخاباتي كمپاينو مبارزه ورو روانه ده
په كندهار كي د ولسي جرګي لپاره د كانديديانو انتخاباتي كمپاينونه د جوزا پر شپږويشتمه نيټه پيل سوي، خو ولي بياهم دا پروسه ډيره په كمزوري ډول پرمخ روانه ده ،
كه څه هم په كندهار ښار كي د يو شمېر كانديدانو عكسونه تر سترګو كيږي خو بيا هم انتخاباتي كمپاين لكه څنګه چي ښايي په هم هغه ډول نه ترسترګو كيږي . دكندهار ښاريان وايي كه څه هم اوس په كندهار ښار كي د ولسي جرګي لپاره كانديدانو دتېرو انتخاباتو په شان كمپاينونه ندي پيل كړي ،مګر هغه كسانو چي خپل كمپاينونه يي پيل كړي ځينو يي پر تاريخي ځايونو ،پر ښكلو ودانيو او د هټيوالو پر لوحو عكسونه لګولي دي ،چي دخلكو د نارضايي سبب ګرځيدلي دي ،ښاريان پر كانديدانو ږغ كوي چي دخپل كمپاين د پرمخ بيولو دپاره دي د داسي لوحو څخه كار واخلي چي نه د خلكو د نارضي سبب وګرځي او نه هم تاريخي ځايونو ښكلا د منځه ولاړه يوسي. دكندهار ښار والي مسؤلين هم وايي چي ياده موضوع يي د ټاكنو د خپلواك كميسون د دفتر سره شريكه كړي چي هيڅ كوم كانديد دي دكمپاين د پرمخ بيولو دپاره پرتاريخي ځايونو باندي خپل عكسونه او پوسټرونه نه لګوي . همدارنګه كندهار ښاروال غلام حيدر حميدي ګواښ وكړ كه چيري د كوم كانديد لخوا په ښار كي پر تاريخي ځايونو عكسونه وځړول سوه نو نه يوازي هغه عكسونه چي د پيسو په بدل كي يي د ښار په مختليفو سيمو كي پر غټو بورډونو او لوحو لګولي جلا او بيلوي بلكي په ښار كي به يي هيڅ عكس هم پري نږدي . د يادوني وړ ده چي د ولسي جرګي لپاره د كانديدانو انتخاباني كمپاين د جوزاد مياشتي پر شپږويشتمه پيل سوي او د سنبلي پر پنځويشتمه پاي ته رسيږي چي دولسي جرګي لپاره انتخابات د سنبلي دمياشتي پر شپږويشتمه نيټه ترسره كيږي . كندهار:: اسدالله (زړه سواند) |
||||||||||||||
|
||||||||||||||