|
||||||||||||||
![]() |
||||||||||||||
|
||||||||||||||
| تاسوكولاي سي دكندهارراډيو تازه خبرونه اونوري راډيويي خپروني ۲۴ ساعته زموږدپاڼي څخه واورئ | ||||||||||||||
سنګين : اوسيدونکي پر دوى د بمبارد ادعا کوي
د هلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ د ريګي کلي داوسيدونكو په ويناچي تيره ورځ مازيګر د ايساف هوايي ځواکونو بمباركړي چي په ترڅ كي لسگونو تنو ملكي وگړو ته يي مرګ ژوبله اړولي ده خودهلمند چار واكي دپيښي څخه ناخبري ښئې . دعمرجان په نامه چي د کندهار ميرويس حوزوي روغتون ته يي د يادي پيښي ٧ تنه ټپيان چي څلورتنه نارينه ماشومان اودرې تنې ماشومي انجونۍ ور وړي دي وايي چي دڅلورو ورځو راپديخوا د بهرنيو ځواكونو او د دولت دمخاليفنو ترمينځ په سيمه كي نښته روانه وه چي د درېو كلو اوسيدونكي و ريگي كلي ته د ځان د خونديتوب لپاره پناه ووړي وه چي دجمعي په ورځ ماځيگر دايساف ځواكونو لخوا لومړي پرملكي خلگو ډزي وسوي او ورسته دريگي په كلي كي پر هغه كور بمبار وسو چي ښځي او ماشومان به پكښي اوسيدل دعامي روغتيا ريس ډاكټر عبدالقيوم پخلا وويل چي دپيښي دځاي څخه ميرويس حوزوي روغتون ته او تنه ټپيان د شپي پريوه بجه ور وړل سويدي چي ټوله ماشومان دي او روغتيايې حالت يې دانديښني وړ نه دي بلخوا دهلمند دوالي ويان محمد داود احمدي دكندهار ملي راډيو تلويزون سره دټليفوني مركي په ترڅ كي دپيښي څخه ناخبري وښودل او وي وويل چي يوازي درسني دلوري خبر سوي چي اوس د دولت له لوري هئيت ټاكل سوي چي دپيښي ځاي ته ولاړ سي او دپيښي سپيناوي وكړي
محمود مقصود ضمير |
||||||||||||||
|
||||||||||||||