|
||||||||||||||
![]() |
||||||||||||||
|
||||||||||||||
| تاسوكولاي سي دكندهارراډيو تازه خبرونه اونوري راډيويي خپروني ۲۴ ساعته زموږدپاڼي څخه واورئ | ||||||||||||||
دکندهارملي راډيو تلويزيون ادارې ته ستاينليک
دراپورلنډيز د كندهار ملي راډيوتلويزيون اداره د بشري حقونو د خپلواك كميسون دسميزدفترله خوا په ستاينليك ووياړل سوه .
دراپورتفصيل د كندهار ملي راډيوتلويزيون اداره د بشري حقونو د خپلواك كميسون دسميزدفترله خوا په ستاينليك ووياړل سوه .
كندهار ملي راډيو تلويزيون د بشري حقونو د خپلواك كميسون سيمه ايز دفتر د هغو ښو اړيكو او همكاريو پر بنسټ چي د تېرو شپږو كلونو را پدې خوا يې د هيواد پالني او بشر دوستۍ د احساس له مخي د ياد كميسون د دفتر مطبوعاتي اعلاميې ، كنفرانسونو ، علمي سمينارونو ، وركشاپونو ، توضيحي غونډو ، ګردي ميزونو ، مركې ، د بشر د حقونو تاريخي ورځو لمانځل ،راپورتاژونه د تېرو شپږو كلونو را پدې خوا په راډيو كي خپرونه او د روان كال له پيل څخه په اونۍ كي يو ساعت ټلويزيوني د بيا ځواكمني تر سرليك لاندي خپرونه نشريږي د يوې ځانګړي غونډي په ترڅ كي يې ستاينه وسوه .
په ياده غونډه كي د بشري حقونودخپلواك كميسون دسيمه ايز دفتر درئيس انجنيرعبدالقادرنورزي اودنوموړي دفتردمطبوعاتواو معلولينو دڅانگو د مسئولينو ترڅنګ د اطلاعاتو او كلتور سر پرست رئيس عبدالقديم پتيال ، د كندهار پوهنتون رئيس حضرت مير طوطاخيل د كندهار ولايت د مطبوعاتي چارو مسئول زلمى ايوبي ،دكندهار راډيوتلويزيون امرجاويداحمد وفا او اين ډي اي موسسې مسئول محمد عمر ساطع هم حاضر وه .
په غونډه كي دبشردحقونودخپلواك كميسون له خواد كندهار ملي راډيو تلويزيون كاركوونكو په ځانكړې توګه د كندهار ملي راډيو تلويزيون دآمرښاغلي جاويد احمد وفا دغه انساني هڅي او احساس دقدر او ستايني وړ وبلل سوې او د كندهار د بشري حقونو د خپلواك كميسون د ادارې په استازيتوب د ياد رياست رئيس عبدالقادر نورزي ورته ستاينليك وركړ .
انجنيرعبدالقادر نورزي د كندهار ملي راډيو تلويزيون او د بشري حقونو د خپلواك كميسون تر منځ د ښه همكارۍ چي ورځ تر بلي دوام مومي هم يادونه وكړه او هيله يې وښوده چي دا همكاري هم داسي جاري پاته سي .
د كندهار راډيو تلويزيون آمر ښاغلى جاويد احمد وفا په كندهاركي دبشردحقونودخپلواك كميسون دسيمه ايز دفترله مشرتابه څخه مننه وكړه چي دكندهارراډيوتلويزيون دكاركوونكو دزياراوزحمت دستايني لپاره يې داغونډه جوړه كړې او ويې ويل داچي زموږ په ټولنه كي ډيري ناخوالي تيري سوي دي نو له دې كبله په ټلويزيون او راډيو كي د بشر د حقونوپه اړه معلوماتي خپروني پيل كړي ترڅو خلګ پخپلوحقونو پوه او بيا دفاع ورڅخه وكړي ښاغلي وفا په دې برخه كي دبشردحقوڼو دسيمه ايز دفتركار هم دستايني وړ وبلئ د ياد كميسون څخه يې مننه وكړه چي پر خپل وخت يې خپروني په مسلسله توګه پر مخ بېولي دي .
دكندهارد اطلاعاتو او فرهنګ سر پرست رئيس عبدالقديم پتيال بيا مطبوعات د يوې ټولني لپاره اړين وبلل د پتيال په وينا چي هغه كس ليك او لوست نسي كولاى نو ټلويزيون او راډيو ورته ښه وسيله ده او له دې لاري ښه ترا كيداى سي يو كس د حقوق بشر د پروګرامونو، مادو او نور هغه څه څخه چي لري يې ځان خبر كړي خو پتيال د كندهار ملي راډيو تلويزيون آمر، كاركوونكي او خپروني ښه وستايلې او هيله يې وښوده چي تردې هم كوښښ وكړي او داسي څه ټولني ته وړاندي كړي چي په ټولنه كي ليدونكي او اورېدونكي ترې ګټه واخلي .
د كندهار پوهنتون رئيس حضرت مير طوطاخيل هم خبري وكړې او ويې ويل چي كندهار راډيو تلويزيون نه يوازي د بشر دحقونو د دفتر سره مرسته كړې بلكي د ټولو دولتي او غيري دولتي ادارو سره يې همكاري كړې او د خلګو ږغ يې د مسئولو چارواكو پوري رسولى خود خپلي لوري يې د كندهار راډيو تلويزيون آمر ښاغلي جاويد احمد وفا ته د همكارۍ ډاډ وركړ.
د يادوني وړده چي د غونډي په پاى كي د كندهار د اطلاعاتو او فرهنګ د رئيس عبدالقديم پتيال ، د كندهار راډيو تلويزيون آمر جاويد احمد وفا او د بشر د حقونو د خپلواك كميسون د رئيس انجنيرعبدالقادر نورزي سره د خپرونو دلاښه نشر او داړيكو دلا ښه والي لپاره يورسمي تفاهمليك هم لاسليك كړچي داكار به د دواړو ادارو ترمنځ نشراتي اړيكي نوري هم منظمي اوښه كړي . جاويد احمد تنوير |
||||||||||||||
|
||||||||||||||