دسپېڅلي څښتن په سپېڅلي نامه                                                                                                                                                                                                                    دکندهار راډیو تلویزیون ویب پاڼي ته ښه راغلاست
دکندهارتلویزیون خپروني
تاسوكولاي سي دكندهارراډيو تازه خبرونه اونوري راډيويي خپروني ۲۴ ساعته زموږدپاڼي څخه واورئ
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2010-07-24  م  خپرندوی : باختر: کندهار څانګه چا پي بڼه
کندهار : ملي امنيت وسلي او ترهګر نيولي دي

په کندهار کي د ملي امنيت رياست د وسلو او يو تروريستي ډلي د نيولو خبر ورکړ .
ددي رياست چارواکي وايي چي تيره ورځ يي د کندهار ښار د نهمي ناحيي په مربوطاتو کي پر يوه کور باندي د تر لاسه سوي راپور پر بنسټ عمليات تر سره کړه  .
 د سرچيني په خبره د عملياتو په ترڅ کي اته ميله تومانچي ، دوه ميله کلاشنکوفونه ، پنځه ميله چرکي هاوانونه ، لس عدده د کلاشنکوف شاجوران ، دري عدده د لاسي بم کيلۍ ، دوه دوربينونه ، د امريکايي تومانچي  مرمۍ او  ٤٠ فيره د ټي ټي تومانچي مرمۍ تر لاسه کړي دي .
د ملي امنيت چارواکي د يو خبر له مخي وايي چي ددي تر څنګ د لوي ويالي په سيمه کي هم عمليات تر سره کړي دي چي په ترڅ کي يي يوه تروريستي ډله او هم  يي دري نفريزه  د سړي تښتوونکو ډله نيولي ده  چي دا مهال تر پوښتنو لاندي دي چي د نيول سوو کسانو څخه يو ميل تومانچه ، يو سټلايټ ټلفون او دوه موبايلونه هم په لاس ورغلي دي .
د يادوني وړ ده چي دوي ورځي مخکي هم د ملي امنيت رياست د زياتو چاوديدونکو توکو د نيولو خبر ورکړي وو .


 

عزت الله عزت   

بېرته شاته


Design by: Benawa Pushto Web Development Copyright © All rights reserved kandahar TV 2008