يو افغان انجنير وتښتول سو
دکوريا_ افغان دسړک جوړولو دشرکت يو انجنير تېره ورځ په لو ګر ولايت کې د وسله والو طالبانو له خوا وتښتول شو . دلو ګر د والي ويندوى دين محمد درويش باخترا ژانس ته وويل: دى دڅرخ ولسوالۍ اړوند د پنګرام بازار په سيمه کې مازيګر په څلورو بجو وتښتول شو . ده زيا ته کړه : طالبانو شرکت ګريدر ته اور وا چاوه او انجنير يي وتښتاوه درويش څرګنده کړه : د امنيتې ځوا کو نو له خوا دتښتول شوى افغان انجنير دلټولو لپاره عمليات پيل کړى دى .