دطالبانو د ډلې يو سيمه ئيز قوماندان ونيول سو
په ننګرهار ولايت کې دطالبانو د ډلې يو سيمه ئيز قوماندان ونيول شو . دملي امنيت دادارې مطبوعاتي دفتر دغه سړى قمرګل وباله چې د ننګرهار ولايت په پچير اګام ولسوالۍکې يې دطالبانو د يوي ډلې مسووليت په غاړه درلود او له قمرګل سره يوځاى دده همکار په جهانګير مشهور صفي الله هم نيول شو ى دى . ده چې په دې وروستيو وختوکې پاکستان ته تللي و او د يوې اندازې پيسو له ترلاسه کولو وروسته دورانکارو فعاليتونودترسره کولو لپاره دجلال اباد ښار ته راغلي و اعتراف کړي دي چې د پچير اګام د ګيري خيلو په امنيتې پوستو ، د شير زاد په ولسوالۍ او دائتلاف دځواکونو پر ګزمې باندې په بريدونو کې رول درلود .