|
||||||||||||||
![]() |
||||||||||||||
|
||||||||||||||
| تاسوكولاي سي دكندهارراډيو تازه خبرونه اونوري راډيويي خپروني ۲۴ ساعته زموږدپاڼي څخه واورئ | ||||||||||||||
دکار او ټولنيزو شهيدانو چارو وزيره کندهارته...
دراپورلنډيز دکاراوټولنيزو شهيدانو اومعلولينو چارو وزيره کندهار ته راورسېده .
دراپورتفصيل دکاراوټولنيزو شهيدانو اومعلولينو چارو وزيره کندهار ته راورسېده .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دکار او ټولنيزو شهيدانو او معلولينوچارو وزارت وزيره مېرمن آمنه افضلي دنوموړي وزارت دلوړپوړي هيئت په مشري ديکشنبې دورځي له غرمې مخکي ديوه رسمي سفر په ترڅ کي کندهار ته راورسېد .چي دکندهار په نړيوال هوايي ډګر کي دکندهارولايت دمرستيال انجنير عبدالطيف اشنا اودکندهار دکار اوټولنيزو شهيدانو او معلولينو چارو درئيس رفيع الله مجددي لخوا ورته هرکلى وويل سو .
وروسته مېرمن افضلي دراغلي پلاوي په مل توب دکندهار ولايت په مقام کي دکندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي ويسا سره وکتل او دخپل سفر دموخو په اړه يې ورته معلومات ورکړل .ښاغلي ويسا نوموړي او ورسره ملګري پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او دوى ته يې په دې ولايت کي ددوى په کار کي داسانتياوو دبرابرولو په برخه کي ډاډ ورکړ.
دکار او ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو چارو وزيري او ورسره ملګري پلاوي په داسي حال کي چي کندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالى ويسا هم ورسره ملګرى وو په هغه غونډه کي ګډون وکړ چي دکندهار ولايت دټولو دولتي ادارو رئيسانو دولايتي شورا دغړو او معيوبينو په گډون جوړه سوې وه .
دقرآن عظيم الشان دڅو مبارکو آياتونو ترتلاوت وروسته مېرمن افضلي لنډي خبري وکړې او ويې ويل چي دولسمشر حامد کرزي دحکم لمخي چي ولايتونو ته يې دوزيرانو دسفرونو په اړه کړى او په دې توګه ولايتونو ته دحکومت دانتقال په اړه او په دې ولايت کي دخلګو دشته ستونزو له اورېدلو او دهغه لپاره دلارو چارو دلټولو په موخه يې کندهار ته سفر کړى .مېرمن افضلي له ګډونوالو وغوښتل چي هر يو په خپله برخه کي شته ستونزي بيان او معلومات ورکړي .
چي دغونډي گډونوالو هريوه داقتصاد رئيس محمد رحيم رحيمي ، دولايتي شورا مرستيال حاجي آغالالي دستګيري ، دولايتي شورا غړې مريم دراني او دمعيوبينو دټولني مشر بشيراحمد په وار سره خبري وکړې او دحرفوي کورسونو دپرانستلو دکندهار ميرويس روغتون ته پاملرنه او دکندهار معيوبينو لپاره دتخصيص او بوديجې له کموالي په اړه خپل شکايتونه او وړانديزونه دکار او ټولنيزو شهيدانو او معلولينو چارو وزيري ته واورول .چي نوموړي وزيري ددوى داستونزي پرځاى وبللې او ويې ويل چي داټولي ستونزي به مرکز ته انتقال او له کعبينې سره به يې شريکي کړي ترڅو دحل لاري چاري ورته ولټول سي .
په دې غونډه کي پر يو شمېر نورو موضوعاتو هم خبري وسوې او وروسته دکار اوټولنيزوشهيدانو اومعلولينو چارو وزيره دکندهار دکار او ټولنيزو شهيدانو او معلولينو چارو رياست ته ولاړه او دخپل ملګري پلاوي سره يې يو ځاى دنوموړي رياست دبېلابېلو برخو دمسئولينو سره وکتل او خپل ملګري هيئت ته يې دنده ورکړل ترڅو په دې رياست کي دخپلو اړوندو مديريتونو سره اسناد کنټرول او ستونزي په ګوته کړي .
راغلي پلاوي کندهار ته دخپل سفر په ترڅ کي دخرقې شريفي زيارت ته ولاړه او هلته يې دهيواد دخپلواکۍ دلاري دشهيدانو دروح دخوښۍ لپاره دعا وکړه .
همداراز دکار او ټولنيزو شهيدانو اومعلولينو چارو وزيري مېرمن آمنې افضلي او کندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي ويسا په خبري ناسته کي ګډون وکړ چي دکندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر په تالار کي دکورنيو او بهرنيو خبريالانو په گډون جوړ سوى وو .
په دې غونډه کي مېرمن افضلي دافغان ځوانانو دبې کارۍ يو لوى لامل په حرفو کي ددوى نه تخصص وبلى او ويې ويل چي همدا علت دئ چي په افغانستان کي بهرني ځوانان په کار ګمارل کيږي .
په دې خبري ناسته کي کندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي ويسا وويل چي همدا اوس هم په کندهار کي په ټولو برخو کي ډېر کارونه ترسره سوي دي او دستونزو حل ديوې ورځي کار نه دئ بلکي ډېر وخت کار ته اړتيا سته .
دکاراو ټولنيزو شهيدانو اومعيوبينو چارو وزيري مېرمن افضلي وويل چي دمعلولينو او دشهيدانو دکورنيو ددقيقي سروې او دوى ته دامتيازياتو دورکولو لپاره يې ملګري پلاوي په کندهار کي خپل کار پيل کړى او ديوې اونۍ په موده کي به خپل کار پاى ته ورسوي .دکاراوټولنيزو شهيدانو او معلولينو چارو وزيري دکندهار دبېلابېلو ادارو له مشرانو ، دولايت شورا دغړيو ، علماء کرامو ، قومي مشرانو او معلولينو سره تر کتني وروسته ديکشنبې په ورځ له غرمې وروسته بېرته دهيواد پلازميني کابل ته ستنه سوه . عبدالجميل څپاند |
||||||||||||||
|
||||||||||||||