ولسمشر په سنګين کي دعامو خلګو پروژني دڅېړنو امر کړى .
په ځينو خپاره سويو راپورونو کي راغلي چي دهلمندولايت په سنګين ولسوالۍ کي بهرنيو ځواکونو دجمعې په ورځ دتوغنديو په توغولو کي عامو خلګو ته مرګ ژوبله اړولې .
دافغانستان له جمهوري رياست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي جمهور رئيس ښاغلي کرزي دملي امنيت سلاکار ته دنده سپارلې چي دنوموړي پېښي په اړه څېړنه وکړي .
بله خوا بيا په هلمند ولايت کي بهرنيو ځواکونو په يوه اعلاميه کي هغه راپورونه دواقعيت څخه ليري بللي چي ګواکي دوى ملکي خلګو ته مرګ ژوبله اړولې ده .