په کندهار کي نن سهار پنځه بجي د يوه ٣٠٣ ډوله موټر د چپه کيدو له کبله ٢٢ تنه مړه او ٢٦ نور ټپيان دي . وژل سوي او ټپي سوي کسان ډير د هيواد د جلال اباد ، لغمان ، خوست ، پکتيا او تخار ولايتونو اوسيدونکي دي چي ډير يي په کندهار او ګاونډيو ولايتونو کي مزدورکاره خلک دي .
نوموړي کسان د روژي د مبارکي مياشتي د رارسيدو له کبله خپلو سيمو ته روان وه چي ديادي پيښي سره مخ سوه .
که چيري په نوموړي پيښه کي د چا دوستان يا نژدي ملګري وي د کندهار د ميرويس روغتون سره دي په تماس کي سي او د وژل سوو کسانو جسدونه دي تر لاسه کړي