١٢٠ تنه ورانکاره کسان نيول سوي دي
دکورنيو چارو وزارت ويندوى وايي چې دتيري اوونۍ په بهير کې ١٢٠ تنه ورانکار کسان چې په هيواد کې يې په ورانکارو او تروريستي عملونو لاس پورې کاوه نيول شوي دي پنځه تروريستي شبکې کشف او په سلګونو کيلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي . دباختر اژانس دخبر له مخې، دکورنيو چارو وزارت ويندوى زمري بشري چې تېره ورځ يې په يو خبري کنفرانس کې خبري کولي څرګنده کړه چې پوليسو په هيواد کې دامنيت دتامينولو په لاره کې دتيري اوونۍ په ترڅ ښه برياليتوبونه ترلاسه کړي دي اويوسلو شل تنه چې په ورانکارو فعاليتونوکې يې رول درلود ، نيول شوي دي . پنځه تروريستي شبکې چې په هيواد کې دزياتو تروريستي او چاودنو دفعاليتونو طرحه کوونکي وو پيژندل شوي او غړي يې نيول شوي دي . په داسې حال کې چې زمري بشري په تيره اوونۍ کې د پوليسو برياليتوبونه بيانول په خپله يې اعتراف وکړ چې دتيري اوونۍ په بهير کې دهيواد په کچه په ورانکارو تروريستي فعاليتونوکې دمخکني اوونۍ په پرتله په سلو کې اولس زياتوالې راغلي دى او په ځينو تروريستي بريدونو کې امنيتي ځواکونو زيات تلفات درلودل . دغه پيښې زياتره دهيواد په جنوب کې رامنځته شوي دي چې په ځينو پيښو کې دبهرنيو عسکرو د مرګ ژوبلې سبب شوى دى . سره له دې چې ده په دې باب جزئيات ورنه کړل خو ويې ويل چې په دې موده کې دپوليسو ٤٤ تنه منسوبين وژل شوي دي په داسې حال کې چې دمخالفينو دسردزيان شمير ٢٠٥ تنه و . دبشري د څرګندونو له مخې دمخالفينو دسردزيان په کچه کې دتيري اوونۍ په پرتله په سلو کې ٤٤ زياتوالې راغلي دى . دکورنيو چارو وزارت ويندوى په دې خبري کنفرانس کې دسلګونوکيلو ګرامه نشه يي توکو دکشفولو خبره هم وکړه او ويې ويل چې پوليسو دتيري اوونۍ په بهير کې د هيواد له جنوب او لويديځو ساحو څخه ٥٧١ کيلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړي دي او په دې تور ٣٣ تنه نيول شوي دي . بشري وويل په دې موده کې په هيواد کې دنشه يي توکو په قاچاقو کې په سلو کې اووه زياتوالي راغلي دى .