دسپېڅلي څښتن په سپېڅلي نامه                                                                                                                                                                                                                    دکندهار راډیو تلویزیون ویب پاڼي ته ښه راغلاست
دکندهارتلویزیون خپروني
تاسوكولاي سي دكندهارراډيو تازه خبرونه اونوري راډيويي خپروني ۲۴ ساعته زموږدپاڼي څخه واورئ
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2010-07-26  م  خپرندوی : خوشحال چا پي بڼه
افغانستان نژدې ۱۰۰ بندیان خوشي کړل

افغانستان نژدې ۱۰۰ بندیان خوشي کړل

د افغانستان د عدلیې وزارت وايي لسګونه هغه بندیان، چې د جرم کره شواهد يې په اړه نه وو، د پروان او څرخي پله له زندانونو خوشي کړي دي.

دا په تېرو څو اوونیو کې د افغان بندیانو درېیمه جوپه ده، چې د افغان حکومت له لوري خوشي کېږي.

چارواکي وايي دا لړۍ به په راتلونکی کې هم روانه وي.

د سولې ملي مشورتې جرګې پرېکړه وکړه، د افغان او بهرنیو ځواکونو له زندانونو دې هغه بندیان خوشي شي، چې د ناسمو رپوټونو پر بنسټ نيول شوي دي.

د عدليې وزارت وايي په دې جوپه کې ۱۲ بندیان د پروان له زندانه، او تر ۸۰ ډېر نور د څرخي پله له زندانه خوشي شوي.

په دغو بندیانو کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو بندیان دي.

د عدليې وزارت مرستیال محمد قاسم هاشمزی وايي په خوشي شوو کې د حکومت د وسله والو مخالفینو د غړو په ګډون بېلابېل کسان شامل دي:

''تر ۹۰ ډېر کسان دي، دې بندیانو کوم ښکاره جرمونه نه لرل او د جريمو له امله په زندانونو کې پاتې شوي ول. د سولې د ملي مشورتي جرګې د پرېکړې پر بنسټ به دا لړۍ دوام ومومي.''

افغان چارواکي وايي دوی ته د ورکړل شوو مالوماتو له مخې اوسمهال د بهرنیانو په پوځي توقيف ځايونو کې شاوخنوا ۱۰۰۰ تنه بندیان دي، چې ۸۰۰ يې یوازې د کابل په شمال بګرام زندان کې دي.

دوی وايي د افغانستان په زندانونو کې د دولت د مخالفو وسله والو په ګډون دا مهال کابو ۱۵ زره بندیان دي، چې بېلابېل جرمونه لري.

بي بي سي   

بېرته شاته


Design by: Benawa Pushto Web Development Copyright © All rights reserved kandahar TV 2008