دزابل امنيتي چارواکو دتېرو دريو ورځو په ترڅ کي په زياته اندازه دچاودېدونکو توکو دنيولو خبرورکړ .
دزابل دامنيې قوماندانۍ سرپرست ډګروال غلام جيلاني فراهي وايي دغه چاودېدونکي توکي د کابل کندهارپرلويه لاره دزابل مرکزقلات په مربوطاتوکي دعملياتوپرمهال نيول سوي دي .فراهي زياتوي چي چاودېدونکي توکي افغان اوبهرنيو ځواکونو ته ځاى پرځاىسوي وه نوموړى زياتوي چي دپېښي سره يې په تړاوڅوک ندي نيولي .
ديادوني وړده چي په دې وروستيو کي امنيتي چارواکي په دې ولايت کي دسلګونو کيلو ګرامو چاودېدونکو توکو په نيولو بريالي کيږي .