ناټو: په هلمند کي به دامنيت دتامين په موخه نوي کارونه وکړو .
په افغانستان کي دناټو ځواکونو عمومي قوماندان ډيويډ پيتريوس او دافغانستان دملي اردو لوى درستيز شيرمحمد کريمي تېره ورځ دهلمند دموسى کلا ولسوالۍ څخه دنژدې ليدنه وکړه .
دوى دکتني پر مهال وخلګو ته ډاډ ورکړ چي ډېر ژر به دامنيت راوستلو په موخه ډېر نوي کارونه وکړي چي دابه دسيمي دامنيت دتامين په موخه ډېر ګټور وي .
همدا راز دوى زياته کړه چي دوى به په دغه ولايت کي دپارلماني انتخاباتو لپاره د ډاډمن امنيت په راوستلو کي داسي ګامونه پورته کړي چي ټول خلګ به په ډاډه زړه سره خپل دخوښي وړ کانديد ته رايه ورکړي .