دسپېڅلي څښتن په سپېڅلي نامه                                                                                                                                                                                                                    دکندهار راډیو تلویزیون ویب پاڼي ته ښه راغلاست
دکندهارتلویزیون خپروني
تاسوكولاي سي دكندهارراډيو تازه خبرونه اونوري راډيويي خپروني ۲۴ ساعته زموږدپاڼي څخه واورئ
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2010-07-27  م  خپرندوی : خوشحال چا پي بڼه
دپنجوايي په ولسوالۍ کي دامنيت دتامين په...

دراپورلنډيز

دپنجوايي په ولسوالۍ کي دامنيت دتامين په موخه غونډه جوړه سوه .
د پنجوايي ولسوالۍ د شورا  په نوبتي  غونډه كي  د كورنيو او بهرنيو امنيتي ارګانو مسئولينو تر څنګ د ولايتي شورا مرستيال  او ګڼ شمېر د سيمي خلګو  ګډون كړى وو . د شورا نوبتي غونډه  د   سې شنبې  په ورځ   چي   د پنجوايي ولسوالۍ  د ولسوال حاجي باران خاكسار په مشري  د ناخوني په سيمه كي جوړه سوې وه     د ۴۰۴ ميوند زون د پوليسو د قومندانۍ مرستيال جنرال ميرويس ، په ناخوني كي د ملي اردو د ځواكونو قومندان   د ولايتي شورا مرستيال حاجي آغالالي دستګيري  او د كاناډايي ځواكونو د ضربتي قواوو  مشر جنرال وينس  هم  برخه اخيستې وه .

 


دراپورتفصيل

دپنجوايي په ولسوالۍ کي دامنيت دتامين په موخه غونډه جوړه سوه .

د پنجوايي ولسوالۍ د شورا  په نوبتي  غونډه كي  د كورنيو او بهرنيو امنيتي ارګانو مسئولينو تر څنګ د ولايتي شورا مرستيال  او ګڼ شمېر د سيمي خلګو  ګډون كړى وو .
د شورا نوبتي غونډه  د   سې شنبې  په ورځ   چي   د پنجوايي ولسوالۍ  د ولسوال حاجي باران خاكسار په مشري  د ناخوني په سيمه كي جوړه سوې وه     د ۴۰۴ ميوند زون د پوليسو د قومندانۍ مرستيال جنرال ميرويس ، په ناخوني كي د ملي اردو د ځواكونو قومندان   د ولايتي شورا مرستيال حاجي آغالالي دستګيري  او د كاناډايي ځواكونو د ضربتي قواوو  مشر جنرال وينس  هم  برخه اخيستې وه .

ولسوال حاجي باران خاكسار  د ناخوني د سيمي خلګو ته وويل چي نن ورځ  شورا ته  د دولتي چارواكو د راتګ موخه دا ده چي په دې سيمه كي بايد امنيت تامين سي خو دا كار  ستاسو د همكاريو پرته نسي تر سره كېداى . ښاغلي خاكسار زياته كړه چي پدې سيمه كي به د  باى مټريك سيسټم فعاله كړي تر څو په سيمه كي د پرديو خلګو پېژندنه وسي . خاكسار وويل چي د امنيت په تامينېدو سره به په  ناخوني كي د بيارغوني كارونه پيل سي او خلګو ته به دكار زمينه برابره سي .

د كاناډايي ځواكونو د ضربتي قواوو  مشر جنرال وينس  په ناخوني كي د امنيت د تامينېدو په موخه وويل چي پلان لري  د ملي اردو او كاناډايي ځواكونو په شمېر كي زياتوالئ  راولي  ده  دا هم وويل چي د ناخوني سيمي ته يې څلور لاري  ځانګړ ي كړي دي  چي د نورو لارو څخه به عام خلګ تګ او راتګ نه كوي د ده په وينا  دوى به و توانيږي  چي سيمي ته د دښمن  د راتګ  مخنيوى وكړي .جنرال وينس زياته كړه چي په سيمه كي  د هغو كسانو چي د دوى د ځواكونو لخوا يې كورونه  ، باغونه زيانمن سوي وي د هغه  په بدل كي به پيسې وركړي. او د باى مټريك د كارټونو د وېش خبره يې هم وكړه .

د ناخوني سيمي اوسېدونكو بيا پر دغو څلور لارو  كي ډيري ستونزي ويني  او وايي چي د دوى لاري اوږدېږي  او د باى مټريك  د كارټونو په اړه  يې وويل چي د دوى په باغو او مځكو كي داسي بزګران كار كوي  چي د نورو  سيمو څخه دلته راځي  نو د هغوى لپاره به مشكلات رامنځته  سي .

همدارنګه د ولايتي شوار ، ملي اردو او ملي پوليسو استازو  هم خبري وكړې دوى  د امنيت د ټينګښت په موخه د خلګو مرسته ډېره اړينه وباله  او د دوى څخه يې غوښتنه  وكړه چي د دولت سره همكاره و اوسي تر څو په سيمه كي د بيارغوني كارونه پيل سي او ټولو ځوانانو ته د كار زمينه برابره سي .

محمد هارون فيضي   

بېرته شاته


Design by: Benawa Pushto Web Development Copyright © All rights reserved kandahar TV 2008