دکرکټ ملي ټيم داسکاتلند په لور ځي .
دافغانستان دکرکټ بورډ دخپرونو مسئول فريد هوتک رسنيو ته وويل چي دهيواد دکرکټ ملي ټيم به ډېر ژر دکانتيتال دسيالۍ دترسره کولو لپاره اسکاتلند ته ولاړ سي دده په خبره چي دغه سيالي به په راتلونکې اونۍ کي تر سره سي چي دافغانستان ملي ټيم به دکينيا او کوربه ټيمونو سره لوبي وکړي .
ښاغلي هوتک زياته کړه که چيري دافغانستان ملي ټيم په توانېدلو سره ونوموړو ټيمونو ته ماتي ورکړه بيابه په هغو سياليو کي ګډون کوي کوم چي دامريکال په متحده ايالاتو کي ترسره کيږي .