دسلما بند د جوړولو کار دروان کال تر پايه پورې بشپړيږي
ټا کل شوېده په هرات ولايت کې دسلما بند د جوړولو پرو ژه دروان کال تر پايه پورې بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي. دغه ټکي په کا بل کي د هندوستان سفيرچي ددغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت د هييت په ډله کې د هرات ولايت ته سفر کړى دى ددغه ولايت له والي احمديوسف نورستا ني سره په کتنه کې بيان کړ . هندوستان له ١٣٥٧ کال څخه مخکې ددغه بند د جوړولو ژمنه وکړه .خود طالبانو د وا کمنۍ له را پرځيدو وروسته کاريي په ١٣٨٥ کال کى په عملي تو ګه پيل کړ . په دې پرو ژه کې هندي مسوولين وا يي چې ددغې پرو ژې اجرا ئيوي بود جه څه دپاسه ١٨٠ مليو نو ډالرو ته رسيد لى ده . په کا بل کې د هند سفير دسلما بند د جوړولو کارمهم و باله او سره له دي چې دغى پرو ژې په سلو کې دپنځوس تطبيق خبره و کړه زيا ته يي کړه هڅه کيږى چې دروان کال تر پاى پورې دغه پرو ژه بشپړه شي. په همدى حال کې دسلما بند په پرو ژه کې مو ظف مسوولين وا يي چې په روا ن کال کې ددغې پرو ژې په بشپړ تطبيق کې د هندوستان په هڅو سره سره ښايي اقليمې شرايط ، د ترانسپورت ستونزى ، امنيتې موضوعګانى اود قراردادي لګښتونو زيا تو الۍ کولاى شي له ټا کلي وخت سره سم ددغې پروژې په تطبيق کې دځنډپه تو ګه وګڼل شي اوس دسلما دبند په جوړولو کې ٢٥٠ تنه هندى انجنيران او کارګران په کاربوخت دى دسلما بند د هرات ښار د ختيځ په ٢٦٢ کيلو متري کې دچشت په ولسوالۍ کې د هريرود پرسيند جوړيږي د هرات د او بو د تنظيم رئيس فضل احمد ذا کري وويل دغه بند ٥٥٠ متره اوږد والى ،١٠٧ متره لوړ والى اوڅه دپاسه ٥١٤ مليون مکعب متره اوبو ظرفيت لري دده دڅرګند ونو له مخې ددغى پرو ژې په بشپړيدو سره دوه سوه زره جريبه زرا عتي ځمکه خړو بيږى او٤٢ ميګا واټه بريښنا توليديږى