دسپېڅلي څښتن په سپېڅلي نامه                                                                                                                                                                                                                    دکندهار راډیو تلویزیون ویب پاڼي ته ښه راغلاست
دکندهارتلویزیون خپروني
تاسوكولاي سي دكندهارراډيو تازه خبرونه اونوري راډيويي خپروني ۲۴ ساعته زموږدپاڼي څخه واورئ
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2010-07-28  م  خپرندوی : خوشحال چا پي بڼه
شپږويشت تنه تروريستان ونيول سول .

شپږويشت تنه تروريستان ونيول سول .

دملي دفاع وزارت خبرځايو نه وا يي : دځانګړى قطعى د افرادو په عملياتو کې يو ترو رست ووژل شو او ٢٦ تنه نور له يوې ا ندا زې مهما تو او وسلې او اتو کيلو ګرا مو هيرو ئينو سره ونيول شول باخترا ژانس ته د ملي دفاع و زارت د ويندوى دمطبو عا تي دفتر دمعلو ما تو له مخې : دبګرام دځانګړى قطعې د ايتلاف له ځوا کو نو سره په ګډو هلوځلو کې دلو ګر ولايت دڅرخ او بره کى برک ولسواليو ، دپکتيکا ولايت په مربو طاتو ،د کند هار ولايت په پنجوا يي اود هلمند ولايت د نا وي ولسوالۍ دعينکو په کلي کې په جلا جلا عملياتو کې يوتن ډاراچوونکى ووژل شو او٢٦ تنه نور له دوو کلاشينکوفو نو ، يوى پيکا، دوو مخا برو اوله زيا تى ا ندازى مهماتو او لاسي بمو نو سره ونيول شول اود پو ښتنې لپاره اړوند مراجعو ته وسپارل شول. ددغو عملياتو په بهيرکې اته کيلو ګرا مه هيرو ئين او يوه ا ندا زه کور نۍ او بهرني اسعار هم ترلاسه شوي دي . ديو بل خئبر له مخي : د ملي اردو د منسو بينو د امنيتې دندو په بهيرکې پنځه وسله وال مخالفين ووژل شول ،دوه تنه ټپي شول اويوه ا ندا زه وسلې اوڅو ماينو نه ترلاسه شوي دي . دملي دفاع و زارت په خپر پاڼه کې ويل شوي دى . په هغې نښته کې چى پرون د غزنى ولايت دمقرولسوالۍ په پل متى کې وشوه پنځه وسله وال مخالفين ووژل شول او يو تو غندي ويشتو نکى ،يو موتر سايکل او ددښمن يو مړى د ملي ارردو دځوا کو نو لاسته ورغلل . دغه را ز د٢٠٥ اتل قول اردو پرسو نل پرون د کند هار ولايت په بيلا بيلو سيمو کې دشپږو ايښودل شويو ماينو نو په کشفولو او شنډ ولو بريالى شول ددغو دندو په بهير کې د ملي اردو دوه تنه منسو بين په قسمې ډول ټپي شوي اودټپيانو رو غتيا يي حالت ښه بلل شوي دى

باختر   

بېرته شاته


Design by: Benawa Pushto Web Development Copyright © All rights reserved kandahar TV 2008