دافغانستان په لوېديځ کي ٢ ايټالوي سرتېري ووژل سول .
دايساف ځواکونو لخوا په يوه خپره کړې اعلاميه کي ويل سوي چي ددوى دوه سرتېري هغه مهال ووژل سول کله چي دسړک دغاړي ځاى پرځاى سوى ماين پرې وچاودېد خو په اعلاميه کي دپېښي دځاى په اړه څه نه دي ويل سوي .
بله خوا دايټاليا صدراعظم په روم کي وويل چي وژل سوي سرتېري ددوى دهيواد وه خو زياته يې کړه چي دغه وژل سوي دماينونو دخنثى کېدو ماهرين وه چي ديوه ماين دخنثى کېدو وروسته د دوهم ماين دچاودني له امله ووژل سول .
ديادوني وړ ده چي ايټاليا په افغانستان کي درې زره درې سوه سرتېري لري چي په هرات ولايت کي ميشت دي .