پيټريوس: ناټو دي دافغانانو دژوند او شتمنيو درناوى وکړي .
په افغانستان کي دناټو ځواکونو قوماندان جنرال ډيويډ پيتريوس وخپلو سرتېرو ته نوي لارښووني کړي .
په دغو لارښوونو کي يې له خپلو سرتېرو غوښتي چي دافغانانو دژوند او شتمنيو قدر او درناوى وکړي .او دوى دي په افغانستان کي ديو ښه مېلمه په توګه پاته سي .
او ددې ترڅنګ يې وخپلو سرتېرو ته ويلي چي دوسله والو مخالفينو په وړاندي سخته جګړه او دمفسدو چارواکو مخه ونيسي ترڅو عام وګړي ديو ښه ژوند څخه برخمن سي .