مه راځه سپرليه!
مه راځه سپرليه زموږ پر غرونو باندي مه راځه
کلۍ مو سوځلى پر اورونو باندي مه راځه
õõõ
ته به دغوټيو سپړېدلو ته راغلى يې
ته د ارغوان و مچولو ته راغلى يې
ته د نسترين وبويولو ته راغلى يې
دلته جنازې پر لحدونو باندي مه راځه
õõõ
دلته لېونتوب طوفاني سوى دئ
دلته اوس وحشت لېونى سوى دئ
دلته جهنم راټوکېدلى دئ
هېري دي له خلکو نه مستۍ ته پر غمونوباندي مه راځه
õõõ
نوري نه کږدۍ سته نه دنيمي شپې اورونه سته
نه د دنګو پېغلو پر نرۍ غاړو لعلونه سته
نه ستا هرکلي ته شنه باغونه چمنونه سته
رنګ به دي لاسونه سي په وينو باندي مه راځه
õõõ
تا ته نه کوربه سته نه سلام ته څوک در تللاى سي
نه خوږمني پښې ستا پر لمنو نڅېدلاى سي
نه داماتي ليڅي په اتڼ کي غورځېدلاى سي
هر ځاى هدېرې دي پر قبرونو باندي مه راځه
õõõ
ډوبي دي دژوند دحرکت بېړۍ
ماتي دي دميني او الفت کړۍ
ورکه سوه دافغان دارمانو لړۍ
مرګ پکښي کرلى دې کورونو باندي مه راځه
|